ایکنا له کربلا راپور راکړ،ددغو سیالیو په پرانیستونکو دستورو کې د حسیني مقدس آستان شرعي متولي شیخ عبدالمهدي الکربلائی ، دعلمیه حوزې یوه نامتو عالم سید ریاض الحکیم، د یوهدینی مرجع آیت الله العظمی شیخ بشیر نجفی ددفتر مدیر شیخ علی النجفي، د حسینی آستان د دارالقرآن مدیر شیخ خیرالدین الهادي او یو شمیر نورو دینی عالمانو او فاضلانو او دحسیني سپيڅلي آستان مسئولانو او همداراز د سیالیو قاضیانو پکې شتون درلود. شیخ عبدالمهدي الکربلائی ددغو سیالیو په پرانیستونکو دستورو کې ووئيل، ددغو سیالیو دترسره کولو موخه، له جهل او تورتمه د ژغورنې لپاره د قرآن کریم له نوره استفاده کول دي.
د حسینی مقدس آستان د دارالقرآن د برخې مدیر شیخ خیرالدین الهادي هم پّ دغو دستورو کې پخپلې وینا کې دحضرت امام حسین علیه السلام د سپيڅلي حرم په شاوخوا کې ددغو سیالیو ترسره کیدا ددغې قرآني پيښې یو ځانګړی امتیاز وباله.
د حسیني آستان د دارالقرآن د قرآني رسانئ د مرکز مسئول کرار الشمري هم په دې باب ووئيل، په دغو سیالیو کې د دیرشو جوماتونو،زیارتونو او آستانونوڅخه څه دپاسه ۵۴قاریان او حافظان ګډون کوي او دغه سیالي کونکي ، د ایران،عراق ،عربستان ، کویت،سورئې ،لبنان ،الجزایر ،افغاسنتان،ترکیې او مصر نمایندګي کوي. او په دغو سیالیو کې پنځلس متخصص قاضیان قضاؤت کوي . هغه ووئيل ددغو سیالیو موخه دا ده چې غواړو نړیوالو ته وښایو چې همیشه او په دوامدار ډول له قرآن سره یوو او له دغه الهي کتاب سره د له ډغرو او هدفمنو یرغلونو سره سخت چلند کوو.